د پکتیا مشرانو سره د پاکستان سفیر ملاقات
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پاته تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د افغانستان ولایت پکتیا نه راغلیو ځای مشرانو د یو وفد سره ملاقات وکړو، په دې ملاقات کښې د پاکستان او د افغانستان د عوامو ترمینځ اړیکې مضبوطولو لپاره اهم خبرې وشوي.
مشرانو سره په دې خبره زور ورکړې شو چې وخت راغلي چې د پاکستان او عوام یو بل ته نزدې شي او ښې اړیکې ولري، مشرانو په دې خبره ژمنه وکړه چې دوی به د پاکستان او افغانستان ترمینځ غلط فهمۍ لرې کوي .
د پکتیا نه د مشرانو دې وفد نمایندګي فخر رحمان منصور کوله، د پاکستان سفیر او مشرانو ترمینځ ژمنه وشوه چې دوی به د عوامو د رانزدې کیدو لپاره خپل عملي کردار ادا کوي.