د ماشومانو د ساتنې ادره: ۸۲ سلنه افغانانو خپل عاید له لاسه ورکړي
د ماشومانو د ساتنې ادره: ۸۲ سلنه افغانانو خپل عاید له لاسه ورکړي
د ماشومان د ژغورنې ادارې (سیفديچلډرین) په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې د تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته شاوخوا ۸۲ سلنه خلکو خپل عاید له لاسه ورکړي دي او دوی مجبور دي چې خپل ماشومان په کار پسې ولېږي.
(2022 / 2 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ماشومان د ژغورنې ادارې (سیفديچلډرین) په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې د تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته شاوخوا ۸۲ سلنه خلکو خپل عاید له لاسه ورکړي دي او دوی مجبور دي چې خپل ماشومان په کار پسې ولېږي.
یاد راپور کې زیاته شوې ده چې که چېرته له دې هرې یوې کورنۍ یوازې یو ماشوم کار کولو ته لاړ شي نو په افغانستان کې تر یو میلیون ډېر ماشومان په کار بوختېږي.
د راپور پر بنسټ دا یوه فاجعه ده او که چېرته نړیواله ټولنه خپلې بشردوستانه مرستې دغه هېواد ته ونه لېږي نو وضعیت تر دې هم خرابېدلی شي.
یادې ادارې پر مرستندویه بنسټونو او هېوادونو غږ کړی دی چې د بشري ناورین مخنیوي په موخه له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي.