د حکومتي چارواکو له خوا په ارزګان کې په لومړي ځل د ښار پاکولو اشر

په ارزګان ولایت د ښاروالۍ رياست چارواکي وايي، دغه اشر چې د بیلابیلو دولتي ادارو استازي په کې شامل دي، موخه يې خلکو ته د ښار پاک ساتلو په لپاره عامه پوهاوی ورکول دي.
(2022 / 2 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په ارزګان ولایت د ښاروالۍ رياست چارواکي وايي، دغه اشر چې د بیلابیلو دولتي ادارو استازي په کې شامل دي، موخه يې خلکو ته د ښار پاک ساتلو په لپاره عامه پوهاوی ورکول دي.
د ترينکوټ ښاروالۍ ښاروال مولوي هنر وايي، دغه اشر يې «زموږ ښار، زموږ کور» تر نامه لاندې پیل کړی دی چې د ښاروالۍ تر چتر لاندې د ښار ټول واټونه پاک کړي.
مولوي هنر وايي پلان لري ترڅو د ښار د ښکلا په موخه په ترينکوټ ښار کې نيالګي هم کښيږدي.