د اسلامي همکاریو سازمان وايي چې د کنګل شوو شتمنیو په اړه مو له نړیوالو سره خبرې کړې دي

0
189

د اسلامي همکاریو سازمان وايي چې د کنګل شوو شتمنیو په اړه مو له نړیوالو سره خبرې کړې دي

د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دوی له نړیوالو سره د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادولو خبرې کړې دي.

 

(2022 / 2 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اسلامي همکاریو سازمان وایي چې دوی د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو په اړه له نړیوالو سره خبرې پیل کړې دي.

د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دوی له نړیوالو سره د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادولو خبرې کړې دي.

د ده په وینا دوی خپلو هڅو ته ادامه ورکوي چې په همدې لړ کې یې د اسلامي پراختیا بانک سره په ګډه له نړیوالو سره خبرې اترې کړې دي.

دغه سازمان وایي دوی په دې لټه کې دي چې وکړی شي په افغانستان کې د اقتصادي سقوط مخنیوی وکړي او له دغه هېواد سره د بشردوستانه مرستو لپاره لارې چارې ولټوي.

د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې تازه امریکا د افغانانو پر ملي شتمنیو خېټه اچولې او هغه یې له امریکایي وګړو سره نیمایي کړې ده.

Leave a reply