غزني کې د سوداګرۍ چارې پۀ عادي ډول مخته روانې دي

غزني کې د سوداګرۍ چارې پۀ عادي ډول مخته روانې دي
د دې خونې مشر عبدالمتین قلندري رسنیو ته وویل، له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته دې ولایت کې د څه مودې لپاره صادرات او واردات کم شوي وو، خو له دوو میاشتو راهیسې په نورمال ډول روان دي.
(2022 / 2 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د غزني د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې ولایت کې د صادراتو او وارداتو بهیر په نورمال ډول روان دی.
د دې خونې مشر عبدالمتین قلندري رسنیو ته وویل، له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته دې ولایت کې د څه مودې لپاره صادرات او واردات کم شوي وو، خو له دوو میاشتو راهیسې په نورمال ډول روان دي.
ښاغلی قلندري وايي، د دې ولایت سوداګرو، ممیز، بادام، د رېشقې او د شوتلې تخم هند، پاکستان او روسیې ته صادر کړي چې بدل کې یې خوراکي توکي او برېښنايي وسایل وارد کړي دي.






