له ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي چې افغانستان کې خوارځواکي او د ماشومانو مړینه مخ په ډېرېدو ده

0
179

له ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي چې افغانستان کې خوارځواکي او د ماشومانو مړینه مخ په ډېرېدو ده

یونسیف تر دې وړاندې هم په دې تړاو اندېښنه ښوودلې او زیاتوي چې که افغان ماشومانو ته پر وخت مرستې و نه رسېږي د خوارځواکۍ او نورو ناروغیو د لا ډېرې پراختیا امکان شته دی.

 

(2022 / 2 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

له ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق یو ځل بیا په افغانستان کې د زیاتېدونکې خوارځواکۍ په اړه اندېښنه ښوودلې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په کابل کې د اندرا ګاندي روغتون له روغتیا پالانو سره کتلي دي او په دې روغتون کې یې د خوارځواکۍ ډېرېدونکې پېښې د اندېښنې وړ بللې دي.

دغه اداره وایي چې په ټول هېواد کې په ماشومانو کې خوارځواکي د کورنیو د بېوزلۍ له امله د پراختیا په حال کې ده او د ماشومانو ژوند ته جدي خطر ګڼل کېږي.

سرچینه همدا راز وایي چې ان په ډېری روغتیایي مرکزونو کې روغتیايي کارکوونکي او ډاکټران په شخصي لګښتونو د ماشومانو درملنه کوي او دوی ته درمل او اړین توکي رانیسي.

یونسیف تر دې وړاندې هم په دې تړاو اندېښنه ښوودلې او زیاتوي چې که افغان ماشومانو ته پر وخت مرستې و نه رسېږي د خوارځواکۍ او نورو ناروغیو د لا ډېرې پراختیا امکان شته دی.

Leave a reply