د امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی قطر هېواد ته روان شو

0
229

د امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی قطر هېواد ته روان شو

د دغه وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې دغه پلاوی به د خلیجي هېوادونو، اروپایي ټولنې له استازو، دیني عالمانو له ټولنو او له هغو ډیپلوماټیکو څانګو سره چې د کابل پر ځای یې قطر هېواد د خپل فعالیت لپاره ټاکلی، پر مهمو مسایلو بحثونه وکړي.

 

(2022 / 2 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی قطر هېواد ته روان شو.

د دغه وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې دغه پلاوی به د خلیجي هېوادونو، اروپایي ټولنې له استازو، دیني عالمانو له ټولنو او له هغو ډیپلوماټیکو څانګو سره چې د کابل پر ځای یې قطر هېواد د خپل فعالیت لپاره ټاکلی، پر مهمو مسایلو بحثونه وکړي.

د دغه سفر نور جزیات نه دي شریک شوي. یاد پلاوي قطر هېواد ته تر روانېدو وړاندې د ترسره کېدونو غونډو لپاره په بهرنیو چارو وزارت کې چمتوالی نیولی دی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان تر دې وړاندې په اسلو کې د اروپایي ټولنې او امریکا له استازو سره په درېیو ورځینو خبرو اترو کې پر بېلابېلو مسایلو بحثونه وکړل.

Leave a reply