د کابل برښنا شرکت ډاډ ورکړی چې چوپړتیاوو کې به یې خنډ او ځنډ نۀ راځي

د کابل برښنا شرکت ډاډ ورکړی چې چوپړتیاوو کې به یې خنډ او ځنډ نۀ راځي
د کابل برښنا شرکت د یوې اعلامیې پۀ خپرولو سره ویلي چې چوپړتیاوې به یې د پخوا پۀ شان وي او لۀ هېڅ ډول خنډ او ځنډ سره به نۀ مخ کېږي.
دا پۀ داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو کابل پۀ درست ډول تر خپلې ولکې لاندې راووست او د جمهوري دولت مشر محمداشرف غني لۀ هېواد څخه ووت، د محمد اشرف غني لۀ وتلو سره سم خلک پۀ وېره کې ؤ چې نوی دولت( د طالبانو نظام) به د برښنا پۀ ګډون نورې عامه چوپړتیاوې لۀ خنډ او ځنډ سره مخ کړي چې د دغو تشویشونو د رفعه کولو لپاره نن د برښنا شرکت اعلامیه خپره کړه چې پکې راغلي: 《
د افغانستان برېښنا شرکت د برېښنا رسونې خدمتونو وړاندې کولو ته په عادي توګه دوام ورکوي
درنو پېرودونکو!
د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ او کارکوونکي په مرکز او ولایتونو کې د برېښنا رسونې خدمتونه له کوم ځنډ پرته پرمخ وړي.
اوس مهال په مرکز او ولایتونو کې د برېښنا رسونې خدمتونو لړۍ په عادي توګه دوام لري.
د افغانستان برېښنا شرکت د عامه خدمتونو د رسونې یو بنسټ دی او مونږ په بشپړ ژمنتیا سره ټولو درنو هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکوو.》
همدارنګه تېره ورځ د هرات برښنا شرکت هم ډاډ ورکړی ؤ چې دوی به خپلې چوپړتیاوې پۀ عادي ډول وړاندې کوي او هېڅ ستونزه به نۀ پکې راځي.





