کرزی: د افغانستان د شتمنۍ د بېرته تر لاسه کولو لپاره هېڅ راز هڅه نۀ سپموم 

0
301

کرزی: د افغانستان د شتمنۍ د بېرته تر لاسه کولو لپاره هېڅ راز هڅه نۀ سپموم 

ښاغلي کرزي همدا راز وویل چې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مرکزونه، سیمې او ملاتړي ټولې نړۍ ته معلوم دي او دا تر لمر روښانه ده چې اسامه بن لادن او فعالیتونه یې له پاکستان اداره کېدل او دی په یوه نظامي مرکز کې د امریکايي ځواکونو له لوري ووژل شو.

 

(2022 / 2 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په یوه خبري کنفرانس کې پر امریکا غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو شتمني دوی ته وسپاري او پر امریکایي وګړو د وېشلو پرېکړه یې دې بېرته واخلي.

نوموړي چې نن یې په یوه خبري کنفرانس کې بهرنیو او کورنیو رسنیو ته خبرې کولې وویل، چې د بایډن پرېکړه له ټولو نړیوالو قوانینو او موازینو سره په ټکر کې عمل دی.

د ده په وینا امریکا د سپټمبر د یوولسمې پېښې قربانیانو په پلمه د افغانستان د خلکو شتمني نیمایي کړې ده په داسې حال کې چې افغانان تر بل هر چا ډېر د ترهګرۍ او ترهګرو ډلو د ورانکاره فعالیتونو قرباني دي.

نوموړي وویل چې دا شتمني باید ازاده کړل شي، ځکه دا د افغانستان د خلکو شتمني ده او په هېڅ حکومت پورې اړه نه لري. ښاغلي کرزي نوي حکومت او د افغانستان بانک ته ډاډ ورکړ چې ددې پیسو په راګرځولو کې یې هر اړخیز ملاتړ کوي.

ښاغلي کرزي همدا راز وویل چې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مرکزونه، سیمې او ملاتړي ټولې نړۍ ته معلوم دي او دا تر لمر روښانه ده چې اسامه بن لادن او فعالیتونه یې له پاکستان اداره کېدل او دی په یوه نظامي مرکز کې د امریکايي ځواکونو له لوري ووژل شو.

هغه ټینګار کړی چې افغانان د ترهګرۍ قرباني دي او امریکايي حکومت ته په کار ده چې خپله پرېکړه بېرته واخلي. نوموړي پر امریکایي وګړو هم غږ وکړ چې د خپل حکومت د ظالمانه پرېکړې پر وړاندې ودرېږي.

ښاغلي کرزي دغه راز په خپلو خبرو کې تمه وښوده چې ژر تر ژره په هېواد کې د زده کړو او تعلیم لړۍ پيل شي او افغانان وکړی شي بهرنیو هېوادونو ته هم په تحصیلي بورسیو لاړ شي.

هغه د نوي حکومت پر چارواکو هم غږ وکړ چې ژر تر ژره لاس په کار شي، ملي اراده تمثیل کړي. هغه وایي نوی حکومت دې د خلکو ارادې ته درناوی وکړي، له دوی سره دې په ګډه خپلې تګلارې روښانه کړي او په افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره هڅې وکړي.

Leave a reply