د اسټریلیا دوره، شاهین شاه آفریدي لوړه اراده لري

باغي ټي وي رپورټ
شاهین شاه افریدي، چې د پاکستان قومي کرکټ ټیم یو تکړه او توپ اچوونکې دې ، د استرالیا په ضد د پیاوړې توپ وهنې لپاره د لوړې ارادې لرلو څرګندونه کړې ده.
د تفصيلاتو ترمخه د قامي کرکټ ټيم تېز بالر او د آئي سي سي د کال جایزه ګټونکې لوبغاړې شاهين شاه آفريدي وئيلي دي چي د اسټراليا خلاف سيريز ډير مهم دے او غواړي چي د 2022م کال لپاره ښه پېل وکړي چي د اسټراليا خلاف په زړه پوري کارکردګي وکړي۔
د مشرق رپورټ مطابق شاهین وویل، چې د اسټریلیا په څېر د یو تکړه ټیم او لوبغاړو په ضد په سیالیو کې ښه لوبه کولو نه پس د لوبغاړو حوصلې لوړیږي.
شاهین شاه اپریدي زیاته کړه چې تېر کال د پاکستان د توپ وهنې په برخه کې ښه کارکردګي ښودلې ده او سږ کال به هم د حسن علي سره یوځای د توپ وهونکو په ضد داسې توپ اچونه وکړي چې دوی په فشار کې وساتي.





