سیګار وايي چې د اشرف غني د پیسو د لېږد پۀ اړه راپور راتلونکې میاشت خپروي 

0
187

سیګار وايي چې د اشرف غني د پیسو د لېږد پۀ اړه راپور راتلونکې میاشت خپروي 

وروسته له هغه چې په افغانستان کې پخوانی نظام سقوط شو، نو یو شمېر بهرنیو رسنیو راپور ورکړ چې پخواني ولسمشر اشرف غني له ځان سره شاوخوا ۱۶۹ میلیونه ډالر لېږدولي دي.

 

(2022 / 2 /  13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پخواني ولسمشر له لوري د پیسو د لېږد په تړاو د سیګار راپور راتلونکې میاشت خپرېږي.

د افغانستان د بیا رغونې په اړه د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار ویلي چې دوی د پخواني ولسمشر له لوري د پیسو د لېږد په اړه پلټنې کړې دي او ددې ادعا د روښانه کولو لپاره یې له ګڼو افغان چارواکو سره خبرې هم کړې دي.

د سیګار مشر جان سوپکو وایي دا راپو راتلونکې میاشت د امریکا کانګریس ته لېږل کېږي او تر هغې د مخه یې دی د پایلو په اړه هېڅ هم نه شي ویلی.

وروسته له هغه چې په افغانستان کې پخوانی نظام سقوط شو، نو یو شمېر بهرنیو رسنیو راپور ورکړ چې پخواني ولسمشر اشرف غني له ځان سره شاوخوا ۱۶۹ میلیونه ډالر لېږدولي دي.

هغه ادعا چې پخواني ولسمشر رد کړې ده او وایي په دې تړاو هر ډول پلټنو ته تیار دی.

سیګار وایي ددغه ادعا هر اړخیزه پلټنه یې کړه ده او پایلې به یې راتلونکې میاشت له رسنیو او کانګریس سره شریکې شي.

Leave a reply