برطانیه وزارت خارجه نن د پاک افغان پولې دوره کوي

Torkham border: Photo AFP
باغي ټي وي رپورټ
د برطانیه وزیر خارجه ډومینک راب نن پایه تخت اسلام آباد ته رارسیدلې ، د طورخم پولې دوره به هم کوي، په طورخم پوله سرچینو ویلي چې په طورخم بارډر د خلقو تګ راتګ شروع دې.
د سرچینو مطابق د برطاینه وزارت خارجه به د فضا نه په پاک افغان پوله د پاکستان د طرف نه لګول شوي د ازغن تار معاینه کوي.
یاده دې وی چې وزیر داخله شیخ رشید احمد خان هم په یو بیان کښې ويلي ووی چې په پوله لګول شوې باړ د لرې کولو سوال هم نه پیدا کیږي او دا باړ د دواړو هیوادونو د وګړو د حفاظت لپاره لګول شوې دې.
شیخ دا خبره هم کړې وه چې په دې ازغن تار فوځیان قربانۍ ورکړي دي.
د سرچینو مطابق په پاک افغان پوله طورخم یوه چورلکه په فضا کښې لیدل شوې خو ددې تصدیق نه دې شوی چې آیا په دې چورلکه کښې د برطانیه وزارت خارجه وو یا د هغه د سیکوریټي لپاره ی یو پرواز کړې دې.






