پاکستان کې بریښنا قیمت کې زیاتوالې اعلان شوې

باغی ټي وي رپورټ
نېشنل اليکټرک اينډ پاور ريګوليټري اتھارټي (نيپرا) د بجلۍ په نرخ كښې 3.9 روپۍ في يونټ زياتوالې اعلان كړې دې.
نیپرا د بجلئ نرخونو کښي د زیاتولو نوټیفیکیشن هم جاری کړی دی چی پکښي بجلئ د دسمبر میاشتی د تیلو په نرخونو کښي اضافه کړی شوی ده.
نوټيفيکيشن کې وئيل شوي چې دبريښنا توزيع کوونکي شرکتونه بايد دفبرورۍ دبيلونو په شکل کې دبريښنا زيات قیمت ترلاسه کړي خو دبريښنا په بيو کې زياتوالى به دبريښنا په مصرف کوونکو نه نافذيږي.
د یادونې ده چې په نړیوال مارکیټ کې د تیول بیې لوړیدو له وجهې پاکستان کې هم د تیلو په قیمت کې د زیاتوالي امکان څرګندونه شوې ده.






