د سولې په چارو کې د پخواني ولسمشر سلاکار عبدالسلام رحیمي کابل ته راغلی دی

د سولې په چارو کې د پخواني ولسمشر سلاکار عبدالسلام رحیمي کابل ته راغلی دی
د دې سفر په اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي، خو سلام رحیمي د پخواني ولسمشر له نږدې او باوري کسانو وو او د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی ټاکل شوی و.
(2022 / 2 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د راپورونو له مخې سلام رحیمي په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر او د نوي حکومت له لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي.
سلام رحیمي په دې لیدنه کې ویلي چې دی غواړي د افغانستان د سولې او دایمي ثبات په راتګ کې همکاري وکړي او موخه یې هم دا ده چې وکړی شي د هېواد په پراختیا او امنیت کې خپلې هڅې وکړي.
سلام رحیمي وایي چې افغانستان له یوه ناورین تېرېږي او ددې ناورین کنټرول زغم او درایت ته اړتیا لري. هغه زیاته کړې، تمه لري چې لا ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته راوګرځي او دلته د پرمختګ او سولې په برخه کې مهم ګامونه اوچت کړي.
د دې سفر په اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي، خو سلام رحیمي د پخواني ولسمشر له نږدې او باوري کسانو وو او د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی ټاکل شوی و.






