طالبان: هڅه کوو چې قومي او ژبني تعصب له منځه یوسو

0
81

طالبان: هڅه کوو چې قومي او ژبني تعصب له منځه یوسو

د طالبانو لوړ پوړو چارواکو ویلي چې هڅه کوي هغه تعصبونو چې په دې وروستیو کې  د افغانستان د خلکو تر منځ ډېر شوي له منځه یوسي.

 

(2021 / 9 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)

د طالبانو لوړ پوړو چارواکو ویلي چې هڅه کوي هغه تعصبونو چې په دې وروستیو کې  د افغانستان د خلکو تر منځ ډېر شوي له منځه یوسي.

طالبانو دغه څرګندونې تېره ورځ د میربچه کوټ ولسوالۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې وکړې، دوی ویلي چې وروستیو شلو کلونو کې افغانستان کې د قومي، ژبني او مذهبي تعصبونو ته لمن وهل شوې او تعصبونه په بې مخیني ډول ډېر شوي، دوی وايي د تعصب مخه به نیسي.

همدا راز د دوی یو مشر څو ورځې وړاندې ویلي ؤ چې د افغانستان د تجزیې پلان له منځه یووړ.

 

 

 

Leave a reply