هغه کسان چې جرمونو کې ککړي دي ،ددوی په ضد دې سخته کاروایی وشي. ډي پي او ټانک وقار احمد

باغی ټي وي رپورټ
د تفصيلاتو ترمخه د ټانک ضلعي پوليس افسر وقار احمد د زوړ پوليس لائن او سټي پوليس سټيشن دوره کړي ده۔ په دي موقع لائن افسر شريف الله خان کنډي هم موجود وو۔ د دورې په مهال ډي پي او ټانک د زړې پوليس لائن د تفصيلي معائنې نه پس د سټي پوليس سټيشن دوره هم وكړه چرته چې د حكومتي ودانۍ، حوالات، کوټ، مالخانه، ډايري، ريكارډ سټېشن رجسټرې او د صفائۍ معائنه ی هم وكړه۔
په دې موقع د پولیس مشر اوویل چې د ښاریانو سره په مهربانۍ چلند وکړئ او د دوی ستونزې حل کړې، هغه زیاته کړه چې مجرمينو په ضد دې بې توپيره کاروائي وکړي او په جرمونو کې ککړو کسانو سره دې هیڅ رعایت و نه کړې شي.






