پاکستان ۱۴ نور توکي افغانستان ته د صادرولو اجازت ورکړې دې

0
66

باغی ټي وي رپورټ
په افغانستان کې د خوراکي توکو او پیسو بحران کنټرولولو کې د مرستې لپاره پاکستان یوه بله مهمه پریکړه کړې ده.
د پاکستان حکومت او د سوداګرۍ وزارت څخه د صادراتو پالیسي امر 2020 کې بدلون کړې دې او په ملکي کرنسۍ کې ی د 14 نورو توکو افغانستان ته د صادرولو ته اجازه ورکړي ده.
په تورخم پوله سوداګرو د پاکستان حکومت ددې پریکړې او اعلان ستاینه کړې ده.
دسرچينو له مخې افغانستان دا مهال له سخت مالي او بشري بحران سره مخ دى، زياتره مارکېټونه او هوټلونه تړل شوي او دکاروبار بد متاثر شي دې.
افغان چارواکو د پاکستان څخه غوښتنه کړې وه چې دحکومت دنه پيژندلو په مهال بايد په پاکستانۍ کلدارو کې تجارت وشي او هم دغه وجه وه چې پاکستان تیره میاشته هم ۱۶ پاکستان خوراکی او غیر خوراکي توکو د پاکستاني روپو په بدله کې افغانستان ته د صادرولو اجازت ورکړو.
سرچينې زياته کړې چې په دې غوښتنه وفاقي حکومت د صادراتو پاليسۍ کې ترميم کړى او په کې يې ١٤ نور توکي شامل کړي دي، چې له دې مخکې يواځې څلور شيان لکه وريجې، سبزي او مېوې، د لبنياتو محصولات او غوښه د واردولو اجازه ورکړل شوې وه.
په دې نوې پالیسۍ کې وس هګۍ او نور، بیکري او نور خوراکی شیان، میوه، وچه میوه، سبزیجات، سمنټ، درمل، ماچس، رخت او نور وسایل، ساختماني مواد او د جراحي وسایل هم په پاکستاني روپې د راکړې ورکړې په بدل کې افغانستان ته صادرولې شي.

Leave a reply