کراچۍ کي پولیسو داسې کسان نیولي چې د ښځو څخه به ی غلا کوله

0
148

باغی ټي وي رپورټ
پوليسو د يوې داسې ډلې دوه غړي نیولي دي چې د ښځو نه به ی غلاګانې کولې.
د پولیس رپورټ مطابق پوليسو ملزم امجد او د هغه ملګرى شهزاد تيره شپه د ګلستان جوهر نه هغه وخت نيولي دي کله چي دوي په یوه کور کې د یو ښځې څخه غلا او شوکه کوله.
پوليس زياتوي چي نيولي شوي ملزم امجد د پلټنو په مهال مهم انکشافات کړي دي۔
د پولیس وینا ده چی ملزم امجد د یوی ډلی غړی دی کومه چی د زنانه څخه په غلا کولو کښي ککړه ده. نيولي شوي ملزم امجد پوليس ته اوويل چي زمونږ ډله ښځینه څخه غلا ګانې کوي.
دپوليسو چارواکو دعوه کړې ده چې دغه شکمن کسان په څلويښتو څخه زياتو پيښو کې ککړ دي.د نيول شوؤ کسانو څخه موبائل فون، وسلې او يو موټر سائيکل ترلاسه شوي دي.

Leave a reply