فواد چوهدري اپوزیشن مشرانو ته د بې اعتمادي تحریک په اړه چیلنج ورکړې

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري اپوزيشن ته چيلنج ورکړې چې دوی دې د عدم اعتماد تحريک راوړي۔ د پاکستان اپوزیشن اتحاد پاکستان ډیموکراټیک د حکومت پر ضد د عدم اعتماد تحریک اعلان کړی دی .
د رسنیو رپورټ مطابق د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري هم په دغه اعلان غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې که اپوزيشن د بې اعتمادۍ جرات وکړو نو پته به ولګي.
هغه وویل چې هیچا کې دا جرات نه شته چې د عدم اعتماد تحریک راوړي. فواد چوهدري ویلي دي چي د پي ټي آئي غړي به تاسو حيران کړي او دې اپوزیشن خپل اسمبلي غړي به هم دوی حیران کړي.






