د حکومت په ضد د بې اعتمادۍ تحریک کې د اپوزیشن سره ملګرې یم: آصف زرداري

باغي ټي وي رپورټ
پخواني صدر اصف علي زرداري وئيلي دي چې د وزيراعظم په ضد د عدم اعتماد تحريک په معامله د ټول اپوزيشن سره ملګري یم او ملاتړ ی کوم.
د جیو نیوز رپورټ مطابق د جے يو آئي مشر مولانا فضل الرحمان پخواني صدر اصف علي زرداري ته ټيلي فون کړي او د هغه د حال احوال ئې پوښتلي دي ولي مولانا فضل الرحمان هم د پخواني صدر اصف علي زرداري د صحتيابي لپاره دعا کړي ده۔
دسرچينو له مخې په دغه ټيليفوني خبرو کې دواړو مشرانو دسياسي وضعيت او دحکومت ضد اقداماتو په اړه خبرې اترې کړي دي.
په دې موقع اصف علي زرداري وويل د عدم اعتماد په مسله کې دټولو اپوزيشن سره دى په داسې حال کې چې مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې ډير زر به دحکومت له متحدينو سره رابطه وکړي.
د يادونې وړ ده چې د اپوزيشن ګوندونو اتحاد پاکستان ډيموکرېټک موومنټ (پي ډي اېم) د وزيراعظم په ضد د بې اعتمادۍ تحريک راوستو پرېکړه کړې او پي ډي اېم هم د مارچ په مياشت کې (۲۳ نیټه) د حکومت پر ضد د لانګ مارچ د پرېکړې ملاتړ کړی دی.





