په مچنۍ پوسته نشه ی توکي نیول شوي

0
155

باغي ټي وي رپورټ
پاک افغان بارډر تورخم سره نزدې په مچني پوسته د پاکستان کسټم اهلکارو د افغانستان څخه پاکستان ته داخل شوی له يوې لارۍ څخه د ۷۰ ميليونه روپيو په ارزښت د کوکاين په ګډون د ۹۰ ميليونه روپو نشه يي توکي نیولي.
د کسټم اهلکار وایی چې په نشه ی توکي په یوه لارۍ کې پټ کړې شوي وو چې اهلکار ترلاسه کړل.
د تورخم د ګمرک د ایډيشنل کلکټر محمد طيب په وينا، يوه خالي لارۍ چې له افغانستان څخه پاکستان تورخم ته راداخله شوه، د ګمرک کارکوونکو له لوري په مچنی چیک پوسټ باندې ودرولې شوه او لارۍ ی د شک په بنیاد ولټوله.
دسرچينو ترمخه د لارۍ په پټو ځایونو کې شپږ نيم کيلو ګرامه کوکین ترلاسه شوي دي، ۳۵ کیلوګرامه تریاک یعني افیون او ۱۶۰ کیلوګرامه چرس برامد کړې شول.
د تورخم د ګمرک د مرستیال محمد طیب په وینا، په تېرو دوو میاشتو کې د تورخم ګمرک کارکوونکو د ۳.۶۱ میلیارده روپیو نشه يي توکي نیولي دي.

Leave a reply