جمو کشمیر کې د هندي فوځ ظلمونه دوام لري

0
57

باغی ټي وي رپورټ
د هندي فوځ له اړخه په ناقانونه او ظلم سره قبضه شوي جمو او کشمیر کې د هندي فوځ ظلموه دوام لري، نن په مقبوضه کشمیر کې د هندي فوځ له لور لګول شوې ګرځبندیز ۹۲۲۲ ورځ ده. د کرفیو له وجهې ۱۲ ملیون څخه زیات کشمیري مسلمانان په کورنو کې زنداني شوي دي.
د رسنیو رپورټونو مطابق په مقبوضه کشمیرکې د هندي فوځ له لوري ګنړ شمیر کشمیري ځوانان نیول شوي دي او په زندانونو کې اچول شوي دي.
ددې احتجاج غوښتنه د کشمیر کل جماعتي حریت کانفرنس کړې ده او په سختو ټکو کې ی د هندي فوځ د کشمیري مسلمانانو سره ظلمونو او ددوی د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره آواز ټیټول غندلي دي.
د یادونې ده چې د پاکستان دفتر خارجه څخه وخت په وخت بیان او دریځ جاري کیږي ، په دې بیانونو کې د هندي فوځ له لوري کشمیرنانو څخه د خپلواکۍ او آزادۍ حق اخستل په سختو ټکو کې غندل کیږي او ملګري ملتونو او د نړۍ بشري حقونو لپاره کار کوونکو سازمانانو څخه غوښتنه کیږي چې د هندي فوځ دې ظلمونو ته دې پاملرنه وکړي او هندي فوځ چې د بشري حقونو څخه سرغړونه کوي ، نړۍ او ملګري ملتونو دې ددې په ضد کاروایی وکړي او ددي ظلمونو مخنیوې دې وکړي.

Leave a reply