کابل کې دوه بهرني خبریالان نیول شوي دي

0
95

باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د ملګرو ملتونو لپاره کارکوونکي دوه بهرني خبریالان نیول شوي دي.
د رسنیو رپورټ مطابق د افغانستان اسلامي امارت په دې اړه وایی چې د پیښې پلټنې کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په دې اړه ویلي دي چې په کابل کې دوه بهرني خبریالان او یو شمېر نور افغانان چې له دوی سره ی کار کول، نیول شوي دي.

د نیول شوي خبریال انډریو مېرمنې د ټولنیزې شبکې په ټویټر کې ویلي چې مېړه یې په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ لپاره کار کاوه. هغې وویل چې هغه د خپل میړه انډریو خوندیتوب لپاره اندیښمنه ده.

بل خوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې افغان چارواکو په دې اړه پلټنې پیل کړي دي.

Leave a reply