ا.ا وايي ایران سره د هلمند سیند د اوبو تړون ته ژمن دي

0
244

ا.ا وايي ایران سره د هلمند سیند د اوبو تړون ته ژمن دي

د اوبو او برېښنا وزارت د اعلان له مخې، افغانستان له ایران سره د دغه دایمي تړون په عملي کېدو کې همکاري کوي. د هلمند د اوبو تړون په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د افغانستان او ایران د هغه وخت د لومړي وزیرانو موسی شفیق او عباس هویدا ترمنځ لاسلیک شو.

 

(2022 / 2 / 11  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوبو او برېښنا وزارت ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند د اوبو په هکله د ۱۳۵۱ کال تړون عملي کېږي. دغه وزارت نن ویلي چې د هلمند اوبو د مدیریت په تړاو، د دغه تړون ټولو مادو، تخنیکي برخو، حقوقي اساساتو او ضمیمو ته ژمن دی.

د اوبو او برېښنا وزارت د اعلان له مخې، افغانستان له ایران سره د دغه دایمي تړون په عملي کېدو کې همکاري کوي. د هلمند د اوبو تړون په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د افغانستان او ایران د هغه وخت د لومړي وزیرانو موسی شفیق او عباس هویدا ترمنځ لاسلیک شو.

دا تړون شپاړس مادې لري او له مخې، د هلمند سیند د اوبو د وېش ستونزه چې کمال خان بند ته ورځي، حل شوې ده. ایران تل وایي چې افغانستان د دغه تړون مادو ته ژمن نه دی.

Leave a reply