ترکیې او قطر ؛ رسماً د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر بیرته رغونه پیل کړې

0
67

ترکیې او قطر ؛ رسماً د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر بیرته رغونه پیل کړې

قطر په رسمي توګه ویلي له طالبانو سره کار کوي چې د کابل نړیوال هوایي ډګر ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي.

 

(2021 / 9 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)

قطر په رسمي توګه ویلي له طالبانو سره کار کوي چې د کابل نړیوال هوایي ډګر ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني ویلي هیله لري هر څومره ژر چې امکان ولري، د کابل هوایي ډګر بېرته ژر فعال شي. د قطر دې چارواکي هیله وښوده چې په راتلونکو څو ورځو کې به ښه خبر واورو. نوموړي همدارنګه وویل چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر د بېرته پرانیستلو په خبرو کې ترکیه هم برخه لري او هیله یې وښوده چې ترکیه به په تخنیکي چارو کې همکار وکړي. په همدې حال کې د افغانستان د ملکي هوایي چلند د ادارې یو چارواکي ویلي چې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر نه به الوتنې ژر پیل شي. دغه چارواکي ویلي چې داخلي پروازونه به نن پیل شي.

Leave a reply