انتوني ګوتریش د افغانانو بشري ناورین ته د نیږدې کېدو پر وضعت اندېښنه څرګنده کړې
انتوني ګوتریش د افغانانو بشري ناورین ته د نیږدې کېدو پر وضعت اندېښنه څرګنده کړې
د مرستندویه بنسټونو د راپور له مخې، افغانستان تر ټولو سخت بشري ناورین سره مخ دی او په دې هېواد کې اړمن او بېوزلي ورځ تر بلې زیاتېږي.
(2022 / 2 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش اندېښنه څرګنده کړې، چې افغانان له بشري ناورین سره چې په نړۍ کې په چټکۍ په پراخېدو دی، مخامخ دي.
د هغه په وینا، ټاکل شوې ملګري ملتونو څه د پاسه ۲۲ میلیونه اړمنو سره مرسته وکړي، خو د خپلې اړتیا وړ بودجې نهه سلنه یې ترلاسه کړې.
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له ځنډ پرته د دغه بنسټ د هڅو ملاتړ وکړي. د ملګرو ملتونو سازمان ويلي، چې کابو پنځه میلیارد ډالر له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره راټولوي.
د مرستندویه بنسټونو د راپور له مخې، افغانستان تر ټولو سخت بشري ناورین سره مخ دی او په دې هېواد کې اړمن او بېوزلي ورځ تر بلې زیاتېږي.