پاکستان اجازت ورکړې چې 17 خوراکي او نور غیرخوراکي توکي افغانستان ته په پاکستانۍ روپو کې صادر کړي

0
129

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت څخه یوه مراسله جاري شوي ده ، په دې مراسله کې وایی چې د افغانستان موجوده حالاتو کې د پاکستان څخه د صادراتي توکو په اسانه توګه افغانستان ته لیږلو لپاره 17خوراکي او غیرخوراکي توکو په اړه اجازت ورکړې چې افغانستان ته د پاکستاني روپو په بدله کې ولیږل شي.
سوداګرو او په تورخم کې د کسټم کلیرینس ایجنټانو د پاکستان حکومت او د سوداګرۍ وزارت دا فیصله چې د پاکستان روپو په بدله کې خوراکي او غیر خوراکي توکي افغانستان ته صادر شي، د پاکستان دې پریکړې ډیره ستاینه کړې.
په تورخم کې د سرچینو مطابق په تورخم پوله وس هم د پاکستان څخه صادراتي توکي د پاکستان په کرنسۍ کې په رسمي توګه نه دي پیل شوي .
په تورخم کې سوداګر او د افغان ټرانزټ ټریډ یو استازې ګلاب شینواري وایی چې تراوسه پورې په پاکستان کې روپو کې د صادراتي توکي افغانستان ته لیږل په سسټم کې نه دي شامل شوی او په رسمي توګه په پاکستاني روپو کې تجارت نه دې پیل شوي، هغه زیاته کړه چې د اړوند ادارو چارواکي بوخت دي چې دا کار زر ترسره کړي او افغانستان ته د پاکستان صادارات په پاکستاني کرنسۍ کې پیل شي.
نوموړي زیاته کړه چې په یوه ورځ دوه ورځې به دا ستونزه هواره شي . د سوداګرۍ وزارت له لوري چې کومه مراسله جاري شوي په هغه کې وایی چې په پاکستانۍ روپۍ (روپۍ) کې افغانستان ته د صادراتو په اړه پوښتنې راولاړې شوي دي او مونږ غواړو چې ددې پوښتنو ځواب اووایو افغانستان ته د صادراتو اسانتیا لپاره د ۱۶ خوراکي او غیر خوراکي توکو افغانستان ته د صادرولو اجازت د سوداګرۍ وزارت ورکړې دې.

په دې خوراکي او غیر خوراکي توکو کې چرګان،،مایان، شوده او د شودو څخه جوړ مواد، غوښې، سمنټ، دارو درمل، رخت، میوې، سبزیجات، مالګه، وریژې او د جراحي وسایل شامل دي.

د پاکستان حکومت هغه مراسله چې ښایی چې پاکستاني توکي په روپیو کې افغانستان ته د صادرولو اجازت ورکړل شوې دې.

Leave a reply