بایډن ویلي چې لۀ افغانستان نه وتل مو د بلې جچړې د مخنیوي پۀ موخه ؤ 

0
231

بایډن ویلي چې لۀ افغانستان نه وتل مو د بلې جچړې د مخنیوي پۀ موخه ؤ 

د فرانسې خبري اژانس لیکلي چې بایډن په تکرار سره د طالبانو د ماتولو په اړه د امریکا د ناکامه هڅې د ختمولو له تګلارې دفاع وکړه او ویې ویل پخوانیو ولسمشرانو د کلونو لپاره له افغانستان څخه د وتلو ژمنې کړې وې خو هیڅ وخت یې دا کار ونکړ.

 

(2022 /  2 /  11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا ولسمشر جوبایډن هغه راپورونه رد کړل چې د امریکا پوځ له افغانستان څخه د امریکایي قواوو د وتلو په اړه د هغه د حکومت پر کړنو په جدي توګه نیوکې کړي دي.

واشنګټن پوسټ په خپل یوه راپور کې د امریکایي نظامي قومندانانو ویلي چې سپینې ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت د تخلیې پلان ډیر ناوخته ونیو، د طالبانو لاسته راوړنې یې له پامه وغورځولې او پېښو پرې غلبه وکړه چې دا ټول په وروستیو ورځو کې په بیړه او ګډوډیو سره له کابل څخه د وتلو لامل شول.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي چې بایډن په تکرار سره د طالبانو د ماتولو په اړه د امریکا د ناکامه هڅې د ختمولو له تګلارې دفاع وکړه او ویې ویل پخوانیو ولسمشرانو د کلونو لپاره له افغانستان څخه د وتلو ژمنې کړې وې خو هیڅ وخت یې دا کار ونکړ.

بایډن زیاته کړه، که له افغانستان څخه نه وای وتلي، نو پکار وه چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر د پام وړ زیات شوی وای او امریکا به یوه ورځ بیا ناوړه جګړې ته داخله شوې وای.

Leave a reply