دمیدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د غشو ویشتلو سیالۍ ترسره شوې

0
87

دمیدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د غشو ویشتلو سیالۍ ترسره شوې

له دواړو ټېمونو شپږ شپږ کسه د غوره غيشي ویشتونکو په توګه انتخاب شوي دي. د غشي ویشتلو سیالي د مرکزي ولایتونو په ډېری کلو او بانډو کې اوږده تاریخي مخینه لري او له کلونو راهیسې ترسره کېږي.

 

(2022 / 2 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ځايي خلکو رسنیو ته ویلي چې دا سیالۍ د دوو کلو آدم خېلو او خواجه انګو ترمنځ ترسره شوې چې په پایله کې خواجه انګور کلي د دوو امتیازونو په توپیر نننۍ سیالي ګټلې ده.

په دې سیالیو کې لسګونه نندارچیانو ګډون کړی و او ځوانان یې د سرګرمۍ غوره وسیله بولي. په سیالیو کې له دواړو ټیمونو ۴۸ غشو ویشتونکو ګډون کړی.

له دواړو ټېمونو شپږ شپږ کسه د غوره غيشي ویشتونکو په توګه انتخاب شوي دي. د غشي ویشتلو سیالي د مرکزي ولایتونو په ډېری کلو او بانډو کې اوږده تاریخي مخینه لري او له کلونو راهیسې ترسره کېږي.

په دې سیالیو کې بېل ټېمونه د ځوانانو لپاره د بوختیا زمینه برابروي، مېلې جوړوي او ګټونکو ټیمونو ته جایزې ورکول کېږي. دغه سیالۍ خپل سیمه ییز او دودیز قوانین لري چې همدې قوانینو ته په پام ګټونکي ټيمونه اعلانېږي.

Leave a reply