جینیوا کال د ا.ا. چارواکو سره د بشر دوستاته مرستو سند لاسلیک کړ 

0
162

جینیوا کال د ا.ا. چارواکو سره د بشر دوستاته مرستو سند لاسلیک کړ 

جینوا کال د ټویټر له لارې ویلي، چې په بیان کې ټولو خلکو ته د روغتیا او پوهنې د خدماتو چمتو کول، د بشري مرستو درناوی او د چاپیریال او کلتوري ځایونو ساتنه شامله ده.

 

(2022 / 2 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اسلامي امارت پلاوي د جینوا کال بنسټ له غړو سره تر خبرو اترو وروسته بشردوستانه اعلامیه تصویب کړه.

جینوا کال د ټویټر له لارې ویلي، چې په بیان کې ټولو خلکو ته د روغتیا او پوهنې د خدماتو چمتو کول، د بشري مرستو درناوی او د چاپیریال او کلتوري ځایونو ساتنه شامله ده.

جینوال کال په دې اړه تر دې ډیر جزیات نه دي ورکړي. دا غیر دولتي اداره د جګړو پر مهال د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره کار کوي.

په جنیوا کې د ا.ا د پلاوي مشري د تصفیې کمیسیون مشر لطیف الله حکیمي پر غاړه ده. دغه پلاوي د یو شمېر غیر دولتي موسسو له استازو سره هم کتلي دي.

Leave a reply