افغانستان کې پر جنګي جنایتونو د تورن هالنډي محاکمه پیلیږي

افغانستان کې پر جنګي جنایتونو د تورن هالنډي محاکمه پیلیږي
د هالنډ عمومي څارنوالي وايي، د هغه ۷۶ کلن افغان الاصله هالنډي محاکمه چې په اتیایمه لسیزه کې په افغانستان کې پر جنګي جنایتونو تورن دی، راتلونکې اوونۍ د هالنډ په لاهه ښار کې پیلیږي.
(2022 / 2 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هالنډ عمومي څارنوالي وايي، د هغه ۷۶ کلن افغان الاصله هالنډي محاکمه چې په اتیایمه لسیزه کې په افغانستان کې پر جنګي جنایتونو تورن دی، راتلونکې اوونۍ د هالنډ په لاهه ښار کې پیلیږي.
د هالنډ لویې څارنوالۍ ویلي، چې تورن کس په ۱۳۶۲ـ ۱۳۶۹ کلونو کې د کابل د څرخي پله د زندان قومندان او د سیاسي آمر په توګه دنده ترسره کوله.
سرچینه زیاتوي چې د یاد کس محکمه د سلواغې په ۲۷ پیلیږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې یاد کس په ۲۰۱۹ کال په کرکراده لیمبورخ ښار کې د هالنډ پولیسو د نړیوالو جنایتونو د څېړنې ډلې له خوا نیول شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې یاد تورن هغه مهال په یاد ښار کې اوسېده چې په ۲۰۰۱ کال کې له افغانستانه هالنډ ته لاړ او وروسته یې د هالنډ تابعیت واخیست.





