ترکي او افغان پانګوالو پر کډې همکارۍ خبرې کړي دي

0
173

ترکي او افغان پانګوالو پر کډې همکارۍ خبرې کړي دي

 

د مهمند په خبره افغان او ترکي سوداګرو په تېرو شلو کلونو کې د سوداګرۍ او کانونو د ایستلو برخه کې په خپلو کې ښې کاري اړیکې جوړې کړي او دا ګډ کار کولی شي په راتلونکي کې د کانونو ایستلو او سړک جوړونې برخه کې لا ډېرې پانګونې ته لار هواره کړي.

 

(2022 / 2 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریز هوکړه لیک د لاسلیک کېدو غوښتنه کوي.

د سوداګرۍ او پانګونۍ خونې مرستیال یونس مهمند وویل، په کابل کې د ترکیې سفارت له چارواکو سره یې په لیدنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګډ سوداګریز هوکړه لیک په رامنځته کېدو او د افغان او ترکي پانګه والو ترمنځ پر ګډې پانګونې خبرې وکړې.

د مهمند په خبره افغان او ترکي سوداګرو په تېرو شلو کلونو کې د سوداګرۍ او کانونو د ایستلو برخه کې په خپلو کې ښې کاري اړیکې جوړې کړي او دا ګډ کار کولی شي په راتلونکي کې د کانونو ایستلو او سړک جوړونې برخه کې لا ډېرې پانګونې ته لار هواره کړي.

دې ناسته کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې افغان سوداګرو ته د ترکیې د وېزو په ورکړه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه کړې او د ترکیې سفارت هم د همکارۍ ژمنه کړې ده.

Leave a reply