هغه افغان وګړی چې امریکایی چارواکو ابوظهبي ته انتقال کړی,احتجاج ی کړې

0
157

باغي ټي وي رپورټ

هغه افغان وګړي چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا له افغانستان څخه د وتلو پر مهال له هېواده ایستل شوي وو، له شپږو میاشتو راهیسې په خلیجي هېوادونو کې بې سرپرسته پاتې دي.

د جیو نیوز رپورټ مطابق افغان کډوال چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په خلیج کې مېشت دي، د کډوالو په کمپونو کې مظاهرې کوي او د امریکا او اروپايي هېوادونو له ژمنې سره سم د ژر تر ژره بېرته ستنېدو غوښتنه کوي.

افغانانو د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د افغان کډوالو په یوه کمپ کې لاریون وکړ او امریکا ته یې د افغان کډوالو د نه لېږدولو پر ضد لاریون وکړ.

د افغانستان د پخواني سلاکار احمد شاه محبي په وینا، په ابوظبي کې ۱۲ زره افغانان په کمپونو کې ژوند کوي، خو د امریکا د ویزو په برخه کې یې کوم پرمختګ نه دی شوی.

Leave a reply