د پاکستان کرکټ بورډ د ټول واک خاوند او باچا سلمان نصیر په اړه مهم انکشافات

0
242

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان کرېکټ بورډ مشر یعني “مختار کل” سلمان نصیر په اړه نور مهم انکشافات هم مخې ته راغلي، داسې راپورونه هم شته چې د پاکستان کرېکټ بورډ دا مهال د یوه ځواکمن کس په ولکه کې دی او دغه کس د کرکټ بورډ د ټول اختیار او واک مشر هم دی. سلمان نصیر د کرکټ بورډ له ادارې سره د خپل پروموشن او کنټرول لپاره د یوه مهمه لوبه کړې ده.

له تېرو دوو ورځو هر پاکستانی په دې غمجن دی چې دا کس د چې دا تن د بې وزله او غریبو خلقو د وینې او خولو په روپو دا کس مزې او چرچې کوي او روپې راټولوي.
په ټولنیزو رسنیو کې هم د دغه سړي د توطیې په اړه توند غبرګونونه پارولي دي. خلق داسې پوښتنې هم را ولاړوي چې دې تن څومره زده کړې کړي دي او ددوی د دندې سکیل څه دې .
خلق داسې پوښتنې هم کوي چې په ملیونونو پاکستانیانومعاشونه څومره دې او دوی ټول ژوند په کم معاش تیروي او داسې خلق هم شته چې معاشونه یې په زرګونو کې دي او کم داسې خلق وی چې معاش ی د یو لک روپو څخه زیات شي.
بل لوري ته داسې هم ویل کیږي چې د نورو انکشافاتو په وجه پاکستانيان نور هم په غوسه شوي دي ، اوس څرګنده شوې چې مشر سلمان نصیر دا مهال په پي سي بي کې د ون مین شو په توګه کار کوي.
ویل کیږي چې پخوا د کرکټ بورډ د حقوقي چارو مشر او وس یو لوی مشر جوړ شوې دې.
هغه یوازې د بورډ بشپړ کنټرول په غاړه اخیستی دی.

د اجراییه رییس او پخواني قانوني مشاور سلمان نصیر اوس هم په حقوقي چارو کې لاسوهنه کوي، د کرکټ بورډ د تجارتي رییس څوکۍ نه ډکوي دې او له دې څوکۍ ذاتي ګټه اخلي.

د پي ایس ایل لپاره د ډایریکټر لیول لپاره داسې معیار ته اړتیا ده چې د سلمان نصیر په شتون کې هیڅ وړ کس ونه ټاکل شي، په دې صورت کې سلمان نصیر دا اختیار په ډیر دقت سره کاروي. پخپله د سي اي او مقام ته. یوازې 7 کلنه تجربه او د لیسانس سند نو دا څومره تضاد شو؟

دا هم معلومه شوې چې سلمان نصیر د کرکټ بورډ دننه شکایتونه له ځانه سره ساتي او بیا د شکایتونو پس پر ګوندونو فشار اچوي، هغه خپل سفر په چټکۍ سره پرمخ وړي، مهمې سرچینې دا هم په ډاګه کړې، چې سلمان نصیر له هغه هم خوند اخلي. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي او د هغه د زوی مینه چې هغه ترې پوره ګټه پورته کوي او دا کس د کرکټ بورډ تر ټولو ځواکمن کس دی چې اوس به نه کیږي.
کلیدي سرچینو دا هم څرګنده کړې ده چې سلمان نصیر د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي او د هغه د زوی منیه او ملاتړ څخه برخمن دی چې هغه ترې پوره ګټه پورته کوي او دا کس په اوسني وخت کې د کرکټ بورډ تر ټولو ځواکمن تن جوړ شوې دې.
له دې ټولو حقیقتونو او انکشافاتو وروسته بله پوښتنه دا ده چې ایا وس به د کرکټ بورډ مشر دا ټولې معاملې څېړي او پلټنې به ی کوي او که دوی به هم د سلمان نصیر څخه و ډار شي ، ددې خبرو به په راتلونکي وخت کې پته ولګي چې هغوی څه کوي.

Leave a reply