د ترهګرۍ څخه متاثره کورنیو سره دې مرستې وشي: د ځایی اولس غوښتنه

0
86

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر ضلعې د لنډي کوتل تحصیل لرې پرته سیمې بازار ذخه خیل کې د ترهګرې او د ریټائرډ پولیسو اهلکار کورنیو غوښتنه کړې چې ددوی بچو ته دې دندې ورکړل شي.
د دې خيالاتو څرګندونه د لنډي كوتل لرې پرتې سيمې بازار ذخه خیلو سره تعلق لرونكي ځوانانو د باړه پريس کلب مخې ته د احتجاج ورسته ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔
په دې موقع دوي لیکل شوې غوښتنې هم نيولي وې او د خپلو غوښتنو په حق كښې ی نعرې هم اووهلې۔
مظاهره کوونکو اوویل چې د فاټا د انضمام په مهال د فاټا اولس سره حكومت كومې وعدې كړې وې صرف په سوشل ميډيا او كاغذونو پورې محدودې دي.
هغوی تور ولګول چې تر اوسه کوم عملي ګامونه نه دي پورته شوي او دوی له دې خپل حق ورکړل شي. ددوی بچو له دې دندې ورکړې شي او د ترهګرۍ څخه متاثر شوي کورنیو سره دې هم پوره پوره مالي مرستې وکړې شي.

Leave a reply