پاکستان د نړۍ طاقتورو هیوادونو سره ښې اړیکې لري او اړیکې ی نورې هم مظبوطې کړي دي: شاه محمود قریشي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي دي چې پاکستان د مختلفو ډیپلوماتیکو وسیلو په کارولو سره د ټولې سیمې او نړۍ له لویو قدرتونو او کلیدي شریکانو سره دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړې دي.
د اې پي پي رپورټ مطابق د بهرنیو چارو وزیر د ساینس او ټیکنالوجۍ د ملي پوهنتون د پالیسي مطالعاتو په انسټیټیوټ (NIPS) کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ پاکستان په دوه اړخیزه او څو اړخیزه توګه په فعاله او دوامداره توګه خپل سفارتي اهداف پرمخ وړي دي.
هغه وويل چې مونږ د ډيپلوماسۍ له بېلابېلو وسيلو څخه کار اخلو ، هغه زیاته کړه چې مونږ د اقتصادي ډيپلوماسي، ساينسي ډيپلوماسي، عامه ډيپلوماسي او يا ډيجيټل ډيپلوماسي څخه کار اخلو چې تلپاتې سولې، ټول شموله وده او ګډ پرمختګ ترلاسه کړو.
هغه وویل د څو اړخیزه ډیپلوماسۍ په څیر اصطلاحات د نوي رجحاناتو او واقعیتونو انعکاس کوي ځکه چې ډیر داسې شیان، عوامل او ځواکونه شتون لري چې د ډیپلوماسۍ په ترسره کولو اغیزه کوي.
هغه وویل چې څو اړخیزه ډیپلوماسۍ اوس مهال د اقتصاد، سایبر سپیس، ډیجیټل ټیکنالوجۍ، ساینس او نوښت څخه تر کلتور او حتی د خلکو تر مینځ د اړیکو وسیلې کاروي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载