ځوانانو لپاره د خیبر پښتونخوا حکومت لوی ګام

باغی ټي وي رپورټ
د خیبرپښتونخوا حکومت د ځوانانو لپاره د روزګار پیدا کولو لپاره لوی ګام او پریکړه کړې ده، دې سره به د صوبې ځوانانو ته د روزګار موقع په لاس راشي او دوی به یو ډیر ښه ژوند ولري.
وزیراعلی محمود خان د ډیجیټل سکل ټریننګ پروګرام منظوري ورکړې ده او ددي پروګرام په رسمي توګه پرانسته شوې ده.
په دې اړه یوه مهمه غونډه ترسره شوه، په غونډه کې وزيراعلي ته د ډيجيټل سکل ټريننګ پروګرام په مختلفو اړخونو بريفنګ ورکړل شو.
د پروګرام له مخې به په پیل کې یو لک ځوانان په ځانګړې توګه فارغینو ته د ډیجیټل پرمختللی کورسونه ورکړل شي.
د پروګرام له مخې به ځوانانو ته د معلوماتي او مخابراتي ټیکنالوجۍ په مختلفو برخو کې روزنه ورکول کیږي ترڅو د مقامي او د نړیوالو بازارونو اړتیاوې پوره کړي او دوی ته یو ښه روزګار په لاس راشي.