پولیس هغې ښځې ته رسیدلي چې په سر کې ی میخ ټک وهل شوې وو

0
30

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کې پولیس هغې ښځې ته رسیدلي دي چې په سر کې ی میخ ټک وهل شوې وو.
د پولیس بیان مطابق هغه ښځه او میړه کور ته ورغلي دي.
د پولیس بیان مطابق د مېرمنې ذهني توازن سم نه ښکاري، او پولیس وایی چې د ښځې طبي معاينه به ترسره شي.
د یادونې ده چې په دې لنډو ورځو کې د یوې ښځې تصویر په ټولنیزو رسنیو خپور شي چې ویل کیږي کوم چار ورته مشوره ورکړې وه چې که په سر ی میخ ټک وهل شی نو نارینه اولاد به ی وشي.

Leave a reply