د هند کرناټک پیښه، پاکستان د هند چارواکي د خپلو اندیښنو څخه خبر کړي

0
148

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد ک ې د د هند ناظم الامورد پاکستان خارجه دفتر ته رابللے شوے دې، د خارجه دفتر ویاند په یو جاري شوي بیان کي ویلي دي چې د هند كرناټك رياست كښې د مسلمانې طالب علمې په حجاب د بندېز اقدام د پاكستان حكومت لخوا په سختو ټکون کې غندنه شوې ده او په دې باندې پاکستان د سختو اندیښنو څرګندونه کړې ده.
د خارجه دفتر وياند له مخې د هند په ناظم الامور ته دا خبره په ډاګه شوې ده او د هند په ناظم الامور باندې زور راوړلے شوے چې د كرناټك رياست كښې د آر اېس اېس”بي جے پي”په شريكه مشرۍ كښې د حجاب په ضد مهم په اړه د د پاكستان د اندیښنو څخه د هند حکومت خبر کړي .
د اې پي پي رپورټ مطابق د هند ناظم الامور ددې بدې پیښې څخه هم خبر کړې شو چې دوه كاله وړاندې فروري 2020 كښې په ډېلي كښې د فسادات په نتيجه كښې يې 50 بې ګناه مسلمانان وژلے شوي وو. ویاند دا زیاته کړې ده چې د هغې وخت څخه په هند کې د مسلمانانو په ضد ناروا سلوك روان دے .
پاکستان د اول نه په نړیوال هیوادونو او په ملګري ملتونو زور را وړې او دوی څخه ی غوښتنه کړې ده چې په کشمیر او هم دغه شان دې په هند کې د آر ایس ایس ګروپ له لوري په مسلمانانو ظلمونو بند کړې شي او په هند کې دې د اسلامو فوبیا په اړه په هندي حکومت زور راوړي چې دوی په هند کې په لږکیو ظلمونه بند کړي او دوی ته خپلو حقونو ورکړي.
پاکستان هروخت په ملګري ملتونو او په نوره نړی کې د کشمیر مسله او په هند کې د مسلمانانو سره ظلمونو په سختو ټکو کې غندلې او ددې ظلمونو د بندولو غوښتنه ی کړې ده .

Leave a reply