د خېبر پښتونخوا سوداګرو او پانګوالو لپاره ښه خبر

باغي ټي وي رپورټ
د صوبايي حکومت له لوري د سوداګرو او پانګه والو لپاره د وزيراعلي د کاروباري شکايتونو پورټل شروع کړی دی.
د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان په رسمي توګه د سوداګريزو شکايتونو پورټل پرانسته وکړه
د سوداګرۍ شکايتونو پورټل د پرانستې دستوره په وزيراعلي هاؤس كښې وشوه چې په کې ګنړ شمیر چارواکو او اړوند ادارو مشرانو ګډون وکړو.
په دې موقع وفاقي وزير فواد چوهدري، د صوبائي كابينې غړو عاطف خان او بيرسټر محمد علي سيف او نورو هم ګډون وكړو۔
سوداګر او پانګوال کولی شي په پورټل کې آنلاین شکایتونه ثبت کړي.
په دې موقع وزیراعلی محمود غوویل چې په پورټل کې ثبت شوي شکایتونه به سمدلاسه اړوندو څانګو ته د وخت د حل لپاره واستول شي او د وزیر اعلی سیکرټریټ به په مستقیم ډول د شکایتونو د حل څارنه کوي.
وزیراعلی اوویل چې سوداګریزو شکایتونو پورټل پیلولو مقصد دادې چې سوداګرو او پانګوالو لپاره زیاتې اسانتیاوې او سهولتونو ورکړل شي.





