زو ګارډ د قومی شناختي کارډ سره د نښلولو پریکړه شوې

باغی ټي وي رپورټ
دخیبر پښتونخوا پوليسو چارواکو دعوه کړې ده چې پيښور کې دتيرو پينځوؤ کالو په مهال په بيلا بيلو جرمونو کې ککړو مجرمانو ډيټا جمع کړې ده.
د مشرق نیوز رپورټ مطابق په بي آر ټي کې دغلا دمخنيوي لپاره د زو کارډونه دشناختي کارډونو سره تړلو په اړه غور روان دى.
دپوليسو چارواکو ترمخه دپيښور بعضې سيمو په ګوته کولو وروستو په دې سیمو کې عمليات روان دي چې پکې په جرمونو کې دککړو کسانو ډيټا هم را یوځای شوې ده ځکه چې دجيلونو څخه راخوشي کيدو وروستو زيات شمير کسان بیا جرمونو کول پیل کړي دي.
همدغه راز په بي آر ټي کې د مسافرو د غلا د پيښو په نظر کې نيولو سره پوليس افسرانو د ټرانس پيښور د چارواکو سره ملاقاتونه کړي او د يو ميکانيزم لاندې د بي آرټي زو کارډونو د شناختي کارډونو سره د لنک کولو منصوبه باندې هم غور روانه دې.
د چارواکو ترمخه هره ورځ تر دوه نیمه لکه څخه تر درې لکو پورې خلک په بي آرټي بسونو کې سفر کوي.






