د بهر هیوادونو شرکتونو لپاره دې په پاکستان کې د رجسټریشن عمل آسان کړې شي: صدر پاکستان

0
138

باغی ټي وي رپورټ
صدر پاکستان ډاكټر عارف علوي د خارجي كمپنيو لپاره د رجسټرېشن عمل نور هم آسانه كولو لپاره ټینګار کړې دې، هغه دا خبره او غوښتنه دې لپاره کړې ده چې پاكستان د تجارت او سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورې ځاى جوړ كړي شي او ددې هیواد اقتصاد قوي کړي چې ددې هیواد اولس یو خوشحاله او اسانه ژوند ولري.
د اې پي پي رپورټ مطابق د ویډیو لینک له لارې د آی ټي په سیکټر کې د پاکستاني-امریکایي مهاجرینو سره د لیدنې په ترڅ کې، صدر پاکستان د ټولو شریکانو څخه وغوښتل چې د طرزالعمل مسلې حل کړي او هغه بهرني پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي کوم چې غواړي په پاکستان کې شرکتونه پرانیزي او دلته پانګونه وکړي.
. ده ووئيل چې د پاكستان آئي سي ټي څانګه ډیره ښه دي ،دلته د پانګونه ښه موقع ده او دا ضروري ده چې په هېواد كښې موجود فرصتونه په خاصه توګه په امريكا كښې مېشته پاكستاني نژاده آئي ټي سرمايه كارانو ته په موثره توګه په ډاګه كولو سره په دې مهم سېكټر كښې سرمايه كارۍ ته وهڅول شي۔
د غونډې برخه والو د بهرنیو پانګوالو لپاره د نوم لیکنې د بهیر د ساده کولو په برخه کې د اړوندو دولتي ادارو له پرمختګونو څخه خوښي څرګنده کړه .
د سيکورټيز اينډ ایکسچينج کميشن آف پاکستان ايګزيکټيو ډائريکټر خالده حبيب غونډې ته اوويل چې د ون وينډوز اپريشن په ذريعه په پاکستان کې د بهرنیو هیوادونو د رجسټريشن عمل آسانه کړے شوے دے، هغې زیاته کړه چې اوس شرکتونه د ايس اي سي پي د اي سروسز پورټل له لارې آن لائن رجسټر ثبت کولې شي.

Leave a reply