کابل ښاروالي وایي که پر غصب شوو ځمکو ابادي شوي وي بېرته راګرځول کېږي

په تېرو شلو کلونو کې په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې تر ډېره عامه ملکیتونه د زورواکو له لوري غصب کېدل، چې پر یادو سیمو به ښارګوټي جوړېدل خو نوی حکومت وایي دوی د غاصیبینو پر وړاندې جدي مبارزه کوي او غصب شوې ځمکې بېرته حکومت ته مستردوي.
(2022 / 2 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید بلوڅ په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د غاصیبیونو پر وړاندې جدي دي.
د ده په وینا د کابل په هره برخه کې چې شخصي یا دولتي ځمکه غصب شوې وي، دوی یې په اړه پلټنه کوي او که ابادي هم ورباندې شوې وي دوی به یې بېرته راګرځوي.
د بلوڅ په خبره دمګړی یې د شاوخوا ۲۵ ښارګوټو د اسنادو څېړنه پیل کړې ده او دې لړۍ ته به ادامه ورکوي.