کابینې د سیمکارتونو د ثبت او بایومتریک په اړه د مخابراتو وزارت غوښتنه تایید کړې ده

0
212

کابینې د سیمکارتونو د ثبت او بایومتریک په اړه د مخابراتو وزارت غوښتنه تایید کړې ده

تر دې وړاندې د مخابراتي چارو د تنظیم ادارې یا اترا ویلي وو، چې په افغانستان کې میلیونونه سیمکارتونه ثبت او راجستر شوي نه دي او په ډېری جرمي فعالیتونو کې له همدې سیمکارتونو استفاده کېږي.

 

(2022 / 2 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د راپورونو له مخې د افغانستان د ا.ا د کابینې په غونډه کې د مخابراتو وزارت هغه غوښتنه منل شوې چې له مخې به یې د مخابراتي کمپنیو سیمکارتونه ثبت او بایومتریک کېږي.

په غونډه د مخابراتو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د احصایې له ملي ادارې سره په ګډه د سیمکارتونو د ثبت او راجستر لپاره لاس په کار شي.

تر دې وړاندې د مخابراتي چارو د تنظیم ادارې یا اترا ویلي وو، چې په افغانستان کې میلیونونه سیمکارتونه ثبت او راجستر شوي نه دي او په ډېری جرمي فعالیتونو کې له همدې سیمکارتونو استفاده کېږي.

Leave a reply