افغان حکومت د پخوانیو چارواکو د ملکیتونو د غصب د مخنیوي لپاره هڅې پيل کړې دي

0
173

افغان حکومت د پخوانیو چارواکو د ملکیتونو د غصب د مخنیوي لپاره هڅې پيل کړې دي

همدا راز کابینې پرېکړه کړې، چې د پخوانیو چارواکو د کورونو د غصب کېدو مخنیوی به کوي او ټينګار یې کړی چې د خلکو شخصي شتمنۍ به خوندي وي او د راګرځېدو په صورت کې به په مصوونه توګه ورته سپارل کېږي.

 

(2022 / 2 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا د کابینې په وروستۍ غونډه کې پرېکړه شوې، څو د پخوانیو چارواکو او هغو کسانو کورونه خوندي کړي چې له هېواده بهر دي.

د کابینې د پرېکړې له مخې د ناحیو مسوولین به د پخوانیو چارواکو د کورونو لېستونه او همدا راز د بې برخلیکه اپارتمانونو لېستونه راټولوي او حکومت به یې د ساتنې لپاره لاس په کار کېږي.

سرچینه وایي چې په دې توګه به د خلکو کورونه په کرایو ورکول کېږي او عایدات به یې د اصلي مالکانو بانکي حسابونو ته لېږل کېږي.

همدا راز کابینې پرېکړه کړې، چې د پخوانیو چارواکو د کورونو د غصب کېدو مخنیوی به کوي او ټينګار یې کړی چې د خلکو شخصي شتمنۍ به خوندي وي او د راګرځېدو په صورت کې به په مصوونه توګه ورته سپارل کېږي.

حکومت ویلي چې د اوسنیو او پخوانیو چارواکو په ګډون هېڅوک د چا د ملکیت او شتمنۍ د غصب او اخیستو حق نه لري او که داسې کومه پېښه کېږي له عاملینو سره به یې قانوني چلند کېږي.

Leave a reply