د افغان حکومت یو پلاوی په جینوا کې د بېلو هېوادونو له استازو سره په خبرو بوخت دی

0
91

د افغان حکومت یو پلاوی په جینوا کې د بېلو هېوادونو له استازو سره په خبرو بوخت دی

د سره صلیب نړیوالې کمېټې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې په تېرو ورځو کې یې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو پر وضعیت او نورو مسایلو له افغان لوري سره خبرې کړې دي.

 

(2022 / 2 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

یوې بهرنۍ رسنۍ راپور ورکړی چې د لطف الله حکیمي په مشرۍ یو پلاوی په جینوا کې دی او د بشري وضعیت په اړه یې د بېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له مشرانو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان بشري وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي. ویل کېږي چې دا لیدنې او ملاقاتونه به شاوخوا یوه اونۍ دوام کوي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې په تېرو ورځو کې یې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو پر وضعیت او نورو مسایلو له افغان لوري سره خبرې کړې دي.

ټاکل شوې چې دوی په دې سفر کې د سویس، اروپايي ټولنې او ځینو نورو هېوادونو له استازو سره وګوري. افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

Leave a reply