په جنوبي وزیرستان کې غیرقانوني وسلي په ضد عملیات پیل شوي

0
68

باغی ټي وي رپورټ
د جنوبي وزيرستان په وانا ضلع کښي د تورو ښيښو لرونکي ګاړو او غيرقانوني وسله لرونکو په ضد کريک ډاؤن تيز کړے شوے دے.
د پولیسو له لوري دداسې کسانو په ضد کاروائي روانه ده۔
د ډي پي او جنوبي وزيرستان خانزيب خان په هداياتو د ايس ايچ او په اعظم ورسک بازار سيمه کښي د وسلو په مارکيټ باندي چاپه وهلي او ٢٧ دوکانونه ئي سيل کړي دي او ٢٧ دوکانداران ئي نيولي دي۔
ايس ايچ او شکيل خان مقامي ميډيا ته وئيلي دي وسله والو ته مو څو څو واره د لائسنس ترلاسه کولو لارښوونه کړې وه ، هغه وويل د ډي پي او خانزيب خان لخوا ورته واضح هدايات راغلي وو چي غيرقانوني وسله لرونکو سره دې هیڅ کومه نرمي نه کوي۔

Leave a reply