پاکستان کې چې څوک د افغانستان په ضد خبرې کوي هغه د پاکستان او افغانستان دښمن دې.وفاقي وزیر ډاکټر نورالحق قادري

نصیب شاه شینواري
د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد ایف ناین پارک کې د مسلم هینډز په نامه یو د خیرښیګړې تنظیم لخوا د افغانانو لپاره د خوراکي توکو ډک 20 ټرکونو ولیږل شول.
په دې اړه په ایف ناین پارک کې یوه لویه دستوره وشوه چې مشر میلمه وفاقي وزیر ډاکټر نورالحق قادري وو.

په دې موقع نور الحق قادري اوویل چې مسلم هینډز انټرنیشنل په هر دور کې د افغان ولس لپاره په خیریه کارونو کې مخکښ پاتې شوې دې او دا مرستې به دوام ولري.
نوموړی اوویل چې د مسلم هینډز اقدام د نورو خیریه موسسو لپاره یوه هڅونه ده.
هغه اوویل چې د افغان اولس سره مرستې دوام لري او نن مو شل لارۍ چې د بشري مرستو ډکې دي ،افغانستان ته ولیږلې.
نوموړی اوویل چې افغانستان کې موجوده وخت کې یو کړکیچ دې او ستونزو سره مخ دې ، هغه زیاته کړه افغانستان یو ازاد او خپلواک هیواد دی او دوی کله هم په خپله آزادۍ سره جوړجاړی نه دی کړی.
قادري اوویل چې چین ته د لومړي وزیر عمران خان د سفر اصلي ایجنډا هم د افغانستان ستونزې او بشپړه بیا رغونه وه.
هغه اوویل چې پاکستان په هر مشکل وخت کې له افغانستان سره ولاړ دی او هر هغه څوک چې په پاکستان کې د افغانستان پر ضد خبرې کوي د افغانستان او پاکستان دښمن دې.
هغه زیاته کړې چې د پاکستان او افغانستان راتلونکی او پرمختګ یو له بل سره تړلي دي او دوی یو بل لپاره ډیر مهم دي.
………………………………

……………………………….

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载