د پي سي ایل سیالۍ کتونکو لپاره ښه زیرې

0
131

باغی ټي وي رپورټ
د این سي او سي له اړخه ویل شوي چې په تدریجي ډول 100٪ لیدونکو ته اجازه ورکړل کیږي چې د PSL په لوبغالي کې لوبه وګوري.
د وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ کښې د نېشنل کمانډ اينډ آپريشنز سنټر مشر اين سي او سي غونډه شوې چې پکښې ملک کښې د کورونا وايروس په مجموعي صورتحال او په لويو ښارونو کښې د کيسونو په اړه جایزه اخستل شوې ده۔
د NCOC په وینا، غونډې پریکړه وکړه چې 50 سلنه نندارچیانو ته اجازه ورکړي چې د PSL لپاره د لاهور سټیډیم ته راشي.
NCOC وايي نندارچیان به د فبروري تر 15 پورې د 50 سلنې ظرفیت سره سیالۍ وګوري او د فبرورۍ له 16 څخه به سل په سلو کې نندارچیان وکولی شي په لوبغالي کې د PSL لوبې وګوري.
د جیو رپورټ مطابق د NCOC په وینا، یوازې بشپړ واکسین شوي کسان به د لوبې لیدلو اجازه ولري پداسې حال کې چې د 12 کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان به هم د لوبې لیدلو اجازه ولري.

Leave a reply