اپوزیشن د حکومت په ضد یو مهم اعلان کړې
باغی ټي وي رپورټ
د اپوزیشن مشران یوه پریکړه کړې ده چې د حکومت په ضد د بې اعتمادۍ کمپاین پیل کوي.
دسرچينو ترمخه په حکومت دبې اعتمادۍ تحريک د نوازشريف په مشرۍ کې دمسلم ليگ(ن) مرکزي ايگزيکټيو کميټۍ کې منظوريدو امکان دى چې وروسته به پيپلز پارټۍ ته په دې اړه خبر ورکولى شي.
د جیو رپورټ مطابق سرچينې زياته کړې، چې تر اوسه پرېکړه نه ده شوې، چې د لومړي وزير پر ضد دې د بې اعتمادۍ تحريک راوړل شي او که د قومي اسمبلۍ د سپيکر پر ضد تحريک دې وړاندې شي.
دسرچينو ترمخه دبې اعتمادۍ دتحريک تګلاره به دمولانا فضل الرحمان سره خبرو اترو وروستو ټاکل کيږي اؤ دبې اعتمادۍ په تحريک به دريځ اخستو وروستو به اړیکې پیل کړې شي.